د ویسټرن یونین په وسیله د پیسو استول
 
کابل بانک د ویسټرن یونین په وسیله د هېواد په دننه او بهر کې د پیسو استولو اسانتیاوې برابرې کړې دي. بانک د مشتریانو د کار د ترسره کولو لپاره یوه ځانکړې غرفه پرانیستلې ده چې په دې اساس بانک کولای شي د خپلو مشتریانو د خوشحاله کولو لپاره تر ټولو ښه امکانات برابر کړي. په افغانستان کې د تجارتی معاملو ۸۵ فیصده په کابل بانک کې د ویسټرن یونین په وسیله ترسره کېږي.